Quran · Surah An-Nisa

An-Nisa 4:36

Juz 5 · Hizb 9 · Page 84 · Medinan

۞ وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًٔا ۖ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَـٰنًا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَـٰمَىٰ وَٱلْمَسَـٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُكُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا

او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او له لرې يا اجنبي ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي

Zakaria Abulsalam.

Retrieved Uthmani mushaf on Ai Quran. Zakaria Abulsalam. Not a fatwa. The interactive knowledge graph for this ayah loads with JavaScript.