Quran · Surah Al-Baqarah

Al-Baqarah 2:143

Juz 2 · Hizb 3 · Page 22 · Medinan

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَـٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ وَيَكُونَ ٱلرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا ٱلْقِبْلَةَ ٱلَّتِى كُنتَ عَلَيْهَآ إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ ٱلرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَـٰنَكُمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو پر خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي او هغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږ نه وه مقرر كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې پر خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر پر هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضايع كړي، یقینًا الله پر خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى

Zakaria Abulsalam.

Retrieved Uthmani mushaf on Ai Quran. Zakaria Abulsalam. Not a fatwa. The interactive knowledge graph for this ayah loads with JavaScript.